د امریکا راتلونکی حکومت به هم له زلمي خلیلزاد وغواړي چې خپل ماموریت ته ادامه ورکړي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د منتخب ولسمشر جو بايډن د بهرنۍ پالیسۍ ټيم پر دې ټینګار کوي چې باید د زلمي خلیلزاد ماموریت ادامه ولري او په افغانستان کې دې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي. د افغانستان د چارو شنونکو بیا فورین پالیسۍ نشریې ته ویلي دي چې بایډن هم له افغانستان د سرتېرو د ایستلو ملاتړی دی خو هغه به په دې کار کې د ټرمپ په څېر بېړنی نه وي. د سرچینې په خبره افغان جګړه به د خبرو له لارې حل کېږي خو ښایي د ټرمپ او بایډن د تګلارې ترمنځ تفاوتونه هم وي. سرچینه کاږي زلمی خلیلزاد به خپلو هڅو او دندې ته ادامه ورکوي خو ددې احتمال شته چې په مسوولیتونو کې یې ګڼ بدلونونه راشي. امریکایي کارپوهان دا هم وايي چې ښايي بايډن د مذاکراتو تر څنګ پر ځینو نورو انتخابونو هم کار وکړي.
































