سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
in تبصرې
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغانستان، چې اقتصاد یې تر ډېره پر کرنه ولاړ دی، هر کال د وچکالۍ، د اوبو کمښت او د بزګرانو د ستونزو له جدي ننګونو سره مخ وي. د تېرو کلونو پرله‌پسې وچکالیو نه یوازې د کرنیزو حاصلاتو کچه راټیټه کړې، بلکې په ښارونو او کلیو کې یې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی هم محدود کړی دی.

تېر کال د کابل ښار په ګډون ګڼ شمېر سیمې د اوبو له کمښت سره مخ شوې، چې د خلکو اندېښنې یې لا پسې زیاتې کړې. که څه هم سږنی ژمی په نسبي ډول د واورې شاهد و، خو د تودوخې د ناوخته لوړېدو له امله ډېره واوره د پسرلي تر رارسېدو مخکې وېلې شوه. دا حالت د دې لامل شو چې د اوبو د زیرمو په اړه د بزګرانو هیلې کمزورې شي او د راتلونکي فصل په اړه اندېښنې زیاتې شي. خو اوس، په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پرله‌پسې بارانونو پیل، یو ځل بیا د خلکو زړونو ته هیلې ورګرځولې دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د هوا پېژندنې د وروستیو اټکلونو له مخې، په راتلونکو اتو ورځو کې په افغانستان کې د اورښتونو کچه له ۴۰ څخه تر ۱۳۰ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده، چې دا د نورمال حد په پرتله خورا لوړه شمېره ده. حتی داسې اټکل کېږي چې ښایي یوازې په کابل کې د ټول کال شاوخوا ۴۰ سلنه باران په همدې لنډه موده کې وشي، په داسې حال کې چې د کابل کلنی اوسط اورښت عموماً د ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ میلی‌مترو پورې وي. دا بارانونه، که څه هم د وچکالۍ ځپلو بزګرانو لپاره د رحمت زېری دی او کولی شي د ځمکو حاصلخېزي زیاته کړي، د اوبو زېرمو ته وده ورکړي او د کرنې راتلونکی ښه کړي، خو له بلې خوا یې د ناڅاپي سیلابونو خطر هم زیات کړی دی.

په ځینو ولایتونو کې لا دمخه سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، چې دا د راتلونکو ورځو لپاره د جدي احتیاط اړتیا ښيي. له همدې امله، اړینه ده چې خلک د دې طبیعي بدلون دواړه اړخونه په نظر کې ونیسي. بزګران کولای شي له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره د خپلو ځمکو د سم مدیریت، د اوبو د ساتنې او د کرنیزو فعالیتونو د ښه تنظیم لپاره پلانونه جوړ کړي. په ورته وخت کې، هغه کورنۍ چې د سیلابونو له خطر سره مخ دي، باید احتیاطي تدابیر ونیسي؛ لکه د اوبو د مسیرونو پاکول، د کورونو شاوخوا خنډونه جوړول، او د بېړنیو حالاتو لپاره چمتووالی نیول.

د دولت او مرستندویو بنسټونو مسوولیت هم دی چې د سیلابونو د خطر لرونکو سیمو لپاره مخکې له مخکې خبرتیاوې زیاتې کړي، د ژغورنې امکانات برابر کړي او د زیانونو د کمولو لپاره عملي ګامونه واخلي. په ټوله کې، روان بارانونه د افغانستان لپاره د هیلې او ازموینې دواړه پیغامونه لري. که له یوې خوا د وچکالۍ د پای ته رسېدو زېری ورکوي، له بلې خوا د بې‌احتیاطۍ په صورت کې د جدي ناورین سبب هم کېدای شي. نو، دا وخت د دې دی چې خلک له هیلې سره یو ځای احتیاط هم خپل کړي، تر څو دا بارانونه د ابادۍ سبب شي، نه د تاوان.

Previous Post

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

Next Post

لغمان کې د اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه: د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
Next Post
لغمان کې د اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

لغمان کې د اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د نوبل جایزې له ګټونکي ايريک مسکېن سره ځانګړې مرکه

د نوبل جایزې له ګټونکي ايريک مسکېن سره ځانګړې مرکه

اگست 10, 2024
روسي ځواکونه د کې‌يف ۲۵ کیلومټرۍ ته رسېدلي دي

روسي ځواکونه د کې‌يف ۲۵ کیلومټرۍ ته رسېدلي دي

مارچ 13, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved