د قبر جارو کونې ورځ په رخصتيو کې چينايان هميشه د نيکونو او پلرونو يادونه او د پسرلي د ښکليو منظرو سيل کوي. سږکال د چين يو شمېر ښوونځي پسرلني رخصتي اعلان کړې او د هانکانګ او مکاو سيمو اوسېدونکي به پنځه ورځني رخصتي ولري. له دې امله به دېر چينايان په دې رخصتيو کې د هېواد په بهر کېي سفرونه وکړي.
د چين د مهاجرت ملي ادارې د پيشګويي له مخې، د قبر جارو کونې ورځ په رخصتۍ کې به هره ورځ د دې هېواد په سرحدي بندرونو کې د خلکو د تګ راتګ شمېر له ۲ ميليونو او ۳۰۰ زرو څخه واوړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ اعشاريه ۱ سلنه زياتوالی ښيي.












