د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې طالبانو د دغه ولایت مایمي ولسوالي سقوط کړې ده. د یادې ولسوالۍ ولسوال کامبیز قرباني ویلي چې طالبانو نن سهار شاوخوا پنځه بجې د مایمي ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او له څو ساعتونو جګړې وروسته یې ولسوالي په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راوسته. قرباني، د مایمي ولسوالۍ د سقوط لامل د امنیتي ځواکونو کمښت یاد کړی دی. هغه منلي چې په دې جګړه کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي. په ورته وخت کې د بدخشان د ولایتي شورا یو غړي جاوید مجدیدي ویلي چې په دې جګړه کې د مایمي ولسوالي امنیه قومندان او د امنیت امر په ګډون ګڼ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
































