د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، امریکا پرېکړه کړې ده چې خپل سرتېري په بېړه خپل هېواد ته ستانه کړي. هغه زیاته کړې، د امریکا پرېکړې ته په درناوي په کار ده چې شرایطو ته په پام افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر کم شي. اسوشیټډ پریس د عبدالله له خولې ویلي، دوی د امریکا د پرېکړې ملاتړ کوي خو اوس د افغانستان وضعیت دې ته نه دی اماده چې د سرتېرو شمېر دې تر ټولو کمې کچې ته راټیټ شي. عبدالله څرګنده کړې، چې امریکا به د تل لپاره افغانستان کې نه وي خو ښه ده چې دا چاره په احتیاط ترسره شي. نوموړي له یوې خوا وېره ښودلې چې طالبان به د دوی په خوښه مخ ته لاړ نه شي خو بلخوا یې په افغانستان کې د ناټو او یو شمېر امریکایي سرتېرو په پاتې کېدو خوښي څرګنده کړې ده. د یادونې ده تېره اوونۍ د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرسټوفر میلر ویلي وو چې د جنوري میاشتې تر نیمایي پورې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم کړي.
































