شنبه, جون 13, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    بېکدلي: له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ پراخوو

    د هېواد په لرې پرتو ولسوالیو کې د ۶۱ روغتونونو ودانیزې چارې پيلیږي

    امریکا د افغانانو په ګډون ۲۰ کډوال مرکزي افریقا ته لېږدوي

    هېواد کې د اوبیزې برېښنا تولید د پام وړ لوړ شوی

    ۱۶۵ بندي افغانان له ایرانه افغانستان ته راولېږدول شول

    د غزني په ګیرو کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

    افغانستان د قزاقستان د غلې او اوړو صادرات ۵۸ سلنه زیات شوي

    یونیسف: بېوزلۍ افغان ماشومان له زده کړو بې برخې کړې دي

    یونیسف: د ماشومانو فعالیتونه د ودې او زده‌کړې په بهیر کې مهم رول لري

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    عراقچي: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وروستۍ کېدو ته نږدې شوې

    راپور: نړۍ کې ۱۳۸ میلیونه ماشومان په کار بوخت دي

    بلوچستان کې د پولیسو پر دوو مرکزونو برید شوی

    ټرمپ: واشنګټن له ایران سره د مانادارې هوکړې په لټه کې دی

    نیویارک ټایمز: د امریکا بریدونو د ایران پنځه ساحلي سیمې په نښه کړې

    ملګري ملتونه: د کانګو په ختیځ کې د ایبولا خپرېدل میلیونونه بې‌ځایه شوي ګواښي

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

  • اقتصاد

    غزني کې؛ د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې

    ترکي پانګه‌والو؛ د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    پروان؛ د دیني مدرسې او ۵۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

    د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې

    سارک: افغانستان خپل اقتصادي او مالي ثبات ساتلی

    بغلان؛ د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

    افغانستان او ایران؛ د اورګاډي پټلۍ پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

بدخشان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 23, 2020
in راشه ورشه
0 0
0
بدخشان
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

بدخشان د هېواد په شمال- ختيځ زون کې موقعيت لري او د هېواد له شنو او غرنيو ولايتونو څخه يو دى، چې له تاجکستان، پاکستان او چين سره ګډه پوله لري.

په دې ولايت کې ډېرې سرشاره طبيعي منابع شته، چې له دې جملې څخه د لال او لاجوردو کانونه او تاريخي ابدات يادولى شو،  چې د دې ولايت تاريخي قدامت څرګندوي.

د جغرافيوي موقعيت له اړخه دا ولايت د ختيځ طول البلد په ٧٠ درجو، څلورو دقيقو او ٣٦ ثانيو او د شمالي عرض البلد په ٣٦ درجو، ٥٠ دقيقو او ١٦ ثانيو کې واقع دى.

 دا ولايت د کابل په ٤٧٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او له سوېلي اړخ څخه له کونړ، لغمان او کاپيسا او د لوېديځ اړخ څخه له تخار سره پوله لري. بدخشان يوه غرنۍ سيمه ده، چې له ډېرو اوچتو غرونو او واورينو څوکو څخه جوړ دى، تر ټولو اوچت غرونه يې واخان، پامير او هندوکش دي.

د بدخشان پراخوالى له ٤٧٠ زره کيلومتره مربع زيات او د وګړو شمېر يې څه باندې اته سوه زره اټکل شوی دی. دا ولايت په اوړي کې ګرم، خو په ژمي کې بيا خورا يخ وي او په ډېرو برخو کې يې نښلوونکې لارې د واورو له امله په کال کې شپږ مياشتې بندېږي.

بدخشان د سمندر له سطحې ١٨٠٠ متره لوړوالى لري او مرکز يې د فيض اباد ښار دى، چې پخوا د (جوزګون) په نامه يادېده، ځکه چې د جوز ونې په کې زياتې وې.

 بدخشان د مرکز په ګډون له ٢٩ اداري واحدونو څخه جوړ شوى دى، چې مرکز يې د فيض اباد ښار او ولسوالۍ يې له  واخان، کشم، بهارک، جُرم، يفتل پايين، يفتل بالا، راغ، ارګو، درايم، ارغنچخواه، نُسي، شُکي، ماهمي، اشکاشم، خاش، خواهان، کوفاب، کوهستان، کران و منجان، شهر بزرګ، شغنان، شهدا، تګاب، تيشکان، وردوج، يمګان، ياوان و زيباک، بهارک، شهداء، جُرم، خاش، راغ، كشم، ارګو  او درايم څخه عبارت دي.

 د دې ولايت ډېرى استوګن تاجک دي او په فارسي ژبه خبرې کوي، خو ځينې نور يې په  شغني، پاميري او په سرحداتو کې په چيني ژبه هم خبرې کوي.

د اوبو بندونه

کوکچه، واخان، انجمن، وردوج، تګاب، تنګى شيوه، پامير او چقمقين د دې ولايت له مهمو بندونو څخه دي، په دې ولايت کې د کښت ډېرې اوبه د غرو له لمنو، کوکچې سيند او مرستيالانو څخه يې هم چمتو کېږي.

کلتور

د بدخشان د خلکو کلتور او دودونه له هغو ولسواليو سره توپير لري، چې له تاجکستان او چين سره په ګډه پوله پرتې دي.

په دې ولايت کې هڅه شوې چې د ولسي فرهنګ او ادبياتو د ودې او پرمختګ لپاره ډېرې هڅې وشي او په ورځنیو خبرو کې د پرديو لغتونو د کارونې مخنيوى وشي.

 د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دې  ولايت کې له فرهنګي او ادبي هڅو تل ملاتړ کړى او د دې تر څنګ د سيمه ييز دود له مخې د بازار ورځې، چې ډېر ځله جمع يا پنجشنبه وي، د مالونو د تبادلې سبب ګرځېدلې دي.

د هېواد پياوړی شاعر او فيلسوف حکيم ناصرخسرو بلخي هم د ژوند زياته برخه په دې ولايت کې تېره کړې ده او په خپلو شعرونو کې يې فلسفه او حکمت را نغاړلي دي. د همدې شاعر قبر هم د بدخشان په يمګان ولسوالۍ کې د ډېرو کسانو د زيارت ځای ګرځېدلى دى.

په دې ولايت کې ډېر محلي سندرغاړي هم تېر شوي، چې له دې جملې يې د فولکلوريکو سندرو د ويونکي بازګل بدخشي نوم  اخيستلى شو. د دې ولايت سندرې بېل سبک لري چې درمحمد کشمي، مير مفتون، پهلوان منګل، استاد شاولي ولي ورته ډېر خدمتونه کړي او ډېرې ترانې يې خپله تصنيف  او کمپوز کړې دي.

تاريخي ځايونه

 د بدخشان ٢١ تاريخي ابدې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره راجستر شوې، چې په فيض اباد او نورو اتو ولسواليو کې واقع دي او تر ټولو مشهورې يې د کوکچې د پلخشتي، خرقه مبارکه او د ميريارى بيګ، ميرغياث او حکيم ناصر خسرو له قبرونو څخه عبارت دي.

له نورو ځايونو څخه يې کولى شو د ٥٧ تاريخي منارونو، د بهارک ويرانو او زبياک ولسوالۍ له توپخانې او اشکاشم او قلعه پنجه څخه یادونه وکړو چې تر ترميم لاندې دي.

بدخشان د اسمانڅکو غرونو درلودونکى دى، چې خواجه محمد، هزارچشمه او سفيد خرس يې له مهمو غرونو څخه عبارت دي او د هندوکش تر ټولو لوړه څوکه یې (دوشاخه) نومېږي.

 په بدخشان کې د مسو او اوسپنې ډېر کانونه هم شته او په ځينو ساحو کې يې خلک د خوړونو راوتو پر مهال داسې رېګ هم تر لاسه کوي، چې په سرو زرو لړلى وي، دوى بيا همدا ريګونه چاڼوي او سره زر ترې لاسته راوړي، چې د اقتصادي ودې لپاره يې يوه ښه سرچينه ده.

 موزيم

په دغه ولایت کې لا هم د تاريخي اثارو د ساتلو لپاره کوم ځانګړى موزيم نشته، خو کله چې په ١٣٥٧ کال کې د دې ولايت په دشت قرغ کې يو ډله ييز قبر وموندل شو، نو د شهيدانو موزيم په نامه يو مرکز هم ورسره رسماً پرانیستل شو.

په دې مرکز کې د سلګونو هغو کسانو د وجود نښې ساتل کېږي، چې په ١٣٥٧ کال کمونیستانو وژلي وو.

 ولسمشر کرزي هم د دې مړو له پيدا کېدو وروسته بدخشان ته سفر وکړ او د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ ورته يو يادګاري څلى هم جوړ شو.

په وروستيو کلونو کې ٧٠ نمونې چې د بدخشان د خلکو صنعت ٥٠٠ کلنه تاريخي مخينه څرګندوي، له قاچاق وړونکو څخه ونيول شوې، چې کابل ته اطلاعاتو او کلتور وزارت ته واستول شوې، خو تر بېرته ردېدو وروسته اوس  د بدخشان د دولتي امنيت په اداره کې ساتل کېږي.

په همدې ولايت کې د قرانکريم يوه نسخه هم د حکيم ناصر خسرو له قبر څخه تر لاسه شوې، چې اوس اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د ساتنې په موخه استول شوې ده.

 مشاهير

د دغه ولايت مشهور شخصيتونه په لاندې ډول دي: مرزا عبدالقادر بيدل، ابوالحسن البدخش، مولانا شاه جي بدخشي، مولانا عبدالله بدخشي، جمشيد خان شعله او په سلګونو نور عالمان چې په اسلامي علومو کې مخکښان وو.

 سياسي څېرې: شاه ولي خان دروازي مشاور و جانشين امان الله خان، طاهر بدخشي، استاد برهان الدين رباني او نورې سياسي څېرې.

 همدرانګه د کرکټ لوبغاړى نصرت الله نصرت، ميرياربيک صاحب زاده، مير شاه، مير جاندار شاه، مير مزراب شاه، مير محمد شاه، طاهر بدخشي، محبوب الله کوشاني، محمد ولي د شاه امان الله خان د وخت لومړى وزير، شاه ولي سندرغاړى، ډاکټر قاري محمد اياز، استاد محمد نظيف شهراني، استاد محمد ميرويس غياثي، قاضي عبدالحق عتيد، استاد عبدالباري ابراهيمي، استاد دادمحمد خاشي او د ولسمشرۍ لومړنۍ ښځينه کانديده مسعوده جلال هم د دې ولايت مشهورې څېرې دي.

 رسنۍ

اوسمهال په دې ولايت کې ٢٥ چاپي، انځوريزې او غږيزې رسنۍ شته چې په سلګونو کسان پکې کار کوي او مهمې هغه یې امو، کوکچه، بهارستان او صداى کشم سيمه ييزې راډيوګانې، ملي ټلوېزيون، بدخشان، سيماى بدخشان، سيماى شهروند، روشنګري، صداى بدخشان، ابتهاج، سروش پامير، ارتقاى فرهنګي، لاجور، سرزمين من، صحت رواني، نواى اطراف  او صعود جريدې، حکومتداري خوب، شاروالي فيض اباد مياشتنۍ او ځینې نورې یې هغه مهمې دي.

 د دې تر څنګ د بيان، اريانا او بي بي سي اف ایم راډيوګانې او د ارزو، نور، اريانا او ملي ټلوېزيون خپرونې هم دې ولايت کې اورېدل  او کتل کېداى شي.

په دې ولايت کې رسنيو ته د خلکو لاسرسى هم  زيات دى او اوسېدونکي يې په شمال- ختيځ زون کې هغه کسان دي، چې ډېرې چاپي رسنۍ ورته رسېږي.

پوهنه

په دغه ولايت کې ټولټال ٦٥٠ ښوونځي شته چې د نارينه او ښځينه زده کوونکو شمېر يې ٣٢٩ زره کسانو ته رسېږي او ٢ زره ښوونکي ورته ګومارل شوي دي. د دې تر څنګ په کې ٣٢ ديني دارالعلومونه او درې دارالمعلیمينونه هم فعال دي.

بدخشان يو پوهنتون هم لري چې له ١٥٠٠ زيات ښځينه او نارينه زده کوونکي لري او په ښوونه او روزنه، ادبياتو او کرنې پوهنځي کې زده کړې کوي.

د شوې سروې له مخې، د دې ولايت ٢٥ سلنه وګړي لوستي دي او پاتې نورو ته يې د سواد او روزنې په موخه د پوهنې وزارت او نورو ښوونيزو موسسو د سواد زده کړې کورسونه جوړ کړي دي.

 صنعت

الچه، کرباس، ټغر، چکمن او قاقمه ګنډنه، زرګري، اهنګري، مسګري، موزه او بوټ ګنډنه، کلالي، ګلدوزي، خامک دوزي او ترکاڼي د دې ولايت له لاسي صنايعو څخه دي چې ډېره برخه يې ښځې سمبالوي.

د دې تر څنګ نخي ټوټې او لمڅي هم په کورونو کې جوړېږي.

په وروستيو کلونو کې د کورنيو لاسي صنايعو کورني توليد کچه لوړه شوې او اوسمهال په سلګونو مېرمنې په ښځينه حرفوي پروژو کې پر کار بوختې دي.

په کلنيو نندارتونونو کې د بدخشان د خلکو لاسي صنايعو د دولت تر څنګ، د کورنيو او بهرنيو موسسو پاملرنه هم ځان ته ور اړولې او بازار يې موندلى، خو د دې ولايت اوسېدونکي د لاسي صنايعو تر څنګ په کرنه او د  پسونو، اسونو او غواګانو پر روزنه هم بوخت او خپلې اقتصادي اړتياوې له همدې لارې پوره کوي.

 د دغه ولایت د کران و نمجان ولسوالۍ لاجورد هم ایستل کېږي او په دې وروستيو کې د سترامبي کان چې د کوکچې په لوېديځ کې واقع دى، هم ګټې اخيستنې ته سپارل شوى دى. د کوکچې سيند له زرشويان  حصې څخه هم په زياته اندازه سره زر تر لاسه کېږي.

کرنه

د بدخشان ډېرى خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې غلې دانې لکه وريجې، غنم، جوار، جودر(تورغنم)، ارزن او باقلي يې له مهمو کرنيزو محصولاتو دي .

په دې ولايت کې له ٣٩٠ زره هکټارو زياته ځمکه اوبيزه او تر ٦٠٠ زره هکټارو پورې للمه ده.

غوزان، زردالو، الوبالو او مڼې يې ښه نوم لري، خو د بهارک مڼې او د سرغيلان غوزانو بيا ښه نوم ګټلى، د دې تر څنګ غوزان، غرني بادام، خنجک ارچه او شمشاد هم د دې ولايت په غرنيو سيمو کې موندل کېږي.

د دې ولايت مهم حيوانات له اسونو، وزو، پسونو او غويانو څخه عبارت دي، خو په ځنګلونو کې يې د خرس او لېوه په څېر حيوانات هم شته. د دې تر څنګ د ګېدړو او خفک پوستونو خرڅلاو په کې ښه تجارت ګرځېدلى. د دې ولايت مارکوپولو هوسۍ د مشهورو او بې جوړې حيواناتو څخه دي.

ځنګلونه

د بدخشان په لوړو سيمو کې د صنوبر، سوزني برګ، بلوط، پستې او ناجو ډېر ځنګلونه شته چې په څنګ کې يې د چنار، کج بيد او د غوزانو، بادامو، توتو او سنځلو ميوه لرونکې ونې هم پيدا کېږي.

د دې ولايت ناک خورا نازک او بې ساري دي. په ټوله کې د بدخشان ٤٥٠ جريبه ځمکه ځنګلونو نيولې ده.

ورزش

ورزش هم په دې ولايت کې د نورو ولايتونو په څېر له پخوا نه دود دى. د غرسي، توپ ډنډې، پهلوانۍ او ډبرې اچونې لوبې له پخوا نه پکې دود دي، خو اوسمهال يو څه پيکه شوې او ځاى يې عصري لوبو نيولى چې له واليبال، فوټبال، پينګ پانګ، بسکټبال، کرکټ، تکواندو، جودو، کورش، شطرنج، د غړو ښکلا او نورو لوبو څخه عبارت دي.

اوسمهال د بدخشان په المپيک رياست کې ٢٤ ورزشي فدراسيونونه ثبت شوي، چې په زرګونو هلکان او نجونې په کې سپورټ کوي.

په دې وروستيو کې په دې ولايت کې نجونو  د کرکټ او واليبال لوبې ته پام اړولى او په مناسبتي ورځو کې د نجونو ښوونځيو په انګړ کې يو له بل سره سيالۍ کوي.

د دې ولايت ځوانانو هم په دې وروستيو کې له کورنيو او بهرنيو لوبو ښې لاسته راوړنې او وياړونه لري، چې ځايي چارواکو يې هرکلى کړى دى.

حشمت الله نوري

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In