سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

مایک پمپیو په دوحه کې د څه په لټه کې و؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 23, 2020
in تبصرې
0
راکيټي بریدونه؛ وحشت او یو بد یاد
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې له طالبانو او افغان مذاکراتي ټیم سره له لیدنې وروسته ویلي چې دواړه لوري یې د سولې په برخه کې لا زیات پرمختګ ته هڅولي او د سفر اصلي موخه یې هم همدا وه. افغان مذاکراتي پلاوی وايي چې پمپیو ته یې د طالبانو له تاوتریخوالي شکایت کړی، خو طالبان وايي چې له پمپیو سره په لیدنه کې یې د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو او له تور لېسته د طالب مشرانو پر ایستلو او د ژمنو پر عملي کېدو بحث او خبرې کړې دي.  

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې دوحې ته ورغلی و چې له افغانستان سره د مرستو په موخه جینوا کنفرانس کېدونکی دی او هلته په سوله کې پرمختګ او سراسري اوربند د مرستو لپاره د شرطونو په توګه مطرح کېږي. له بله اړخه پمپیو په داسې حال کې له طالبانو او افغان پلاوي سره ګوري چې امریکا د خپلو ځواکونو ایستل چټک کوي او ټاکل شوې چې په راتلونکو څه کم دوو میاشتو کې د خپلو سرتېرو شمېر دوو زرو ته را ټیټ کړي. د امریکايي ځواکونو د وتلو پر وړاندې تر ګردو لوی خنډ په افغان سوله کې ستونزې ګڼل کېږي چې ښایي د تاوتریخوالي د دوام سبب شي او بیا وروسته همدا تاوتریخوالی او جګړې امریکا ته یو سرخوږی جوړ کړي. له همدې امله امریکا هڅه کوي چې د ځواکونو تر وتلو وړاندې د سولې په برخه کې چټک پرمختګ وشي. امریکا غواړي چې د دوی د ځواکونو له چټک کمولو سره هم‌مهاله په سوله کې هم چټک پرمختګ وشي او ورسره دا اندېښنه پیکه شي چې په افغانستان کې به جګړې دوام کوي. که څه هم ټول امریکايي سرتېري به ژر ونه وځي او بیا به هم دوه زره امریکايي ځواکونه تر راتلونکو څو میاشتو پورې پاتې وي، خو امریکايي اړخ به هڅه وکړي چې د ټولو ځواکونو له وتلو سره د سولې پروسه بریالۍ کړي او دواړه اړخونه پر یو ګډ حکومت توافق ته ورسوي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

نه یوازې د امریکايي ځواکونو وتل، بلکې د نړیوالو مرستې پر سوله او اوربند پورې غوټه کول، خپله دا مانا لري چې په دې خبرو کې باید پرمختګ وشي. حکومت او طالبان به دواړه له سخت فشار سره مخ شي او حکومت به ځکه له ډېر فشار سره مخ شي چې پر بهرنیو مرستو چلېږي او هغه مرستې اوس په سوله کې په پرمختګ پورې مشروطې شوې دي. له همدې کبله د سولې په خبرو کې به مهم او اساسي پرمختګ وشي او دواړه لوري به ډېر هغه څه ومني چې تر اوسه پورې یې نه منل.

د سولې په خبرو کې پر ښکېلو اړخونو د فشارونو او ممکنه پرمختګونو سره سره، یوه اندېښنه دا ده چې هر څه د بهرنیو پر فشار او غوښتنه مخ ته ځي او ښکېل افغاني لوري له خپله اړخه کوم مثبت ګام نه اخلي. دا فشارونه کمېدلی او زیاتېدلی شي، چې ورسره د ستونزو وېره هم وي. له بله اړخه کله چې دواړه اړخونه سولې ته واقعي تمایل ونه لري او هر څه د بهرني فشار په وسیله مخ ته ولاړ شي، بیا افغاني ګټې ډېرې زیان ويني او تر ډېره د بهرنیو ګټو ته پام کېږي.

Previous Post

کرنې ریاست: د پکتیکا پر بزګرانو ۲۲۸ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

Next Post

بدخشان

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
بدخشان

بدخشان

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پینګ د بېجينګ د لوی ديوال په لمن کې اوسېدونکو ته ځوابي بيغام واستاوه

شي جين پینګ د بېجينګ د لوی ديوال په لمن کې اوسېدونکو ته ځوابي بيغام واستاوه

مې 16, 2024
پنجشېر کې د لومړي ځل لپاره د زمردو نندارتون جوړیږي

پنجشېر کې د لومړي ځل لپاره د زمردو نندارتون جوړیږي

جون 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved