د استرالیايي ځواکونو له لوري په قصدي توګه د ملکي افغانانو د وژنې په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته نهو استرالیايي پوځیانو ځان وژنه کړې ده. ډېلي مېل نشریه وایي په دې کې یوه ښځه او اته نارینه شامل دي. دغه سرتېري د هغو ۳۹ افغان ملکیانو په وژلو کې ښکېل وو چې په وروستیو کې راپورونه خپاره شوي او دوسیې یې د استرالیا د حکومت له لوري څېړل کېږي. ډيلي مېل وايي چې دغه سرتېرو په تېرو درېیو اونیو کې ځانوژونه کړې ده. په وروستیو کې د استرالیا حکومت هغه راپورونه تایید کړل چې ګواکي ځواکونو یې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال ملکي افغانان په قصدي توګه وژلي دي. د استرالیا پوځ ویلي چې دا ټولې قضیې به څېړل کېږي او عاملینو ته به یې سزا ورکول کېږي.
































