چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 25, 2020
in افغانستان, اقتصاد
0
مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان په اړه په جنیوا کې په جوړ شوي کنفرانس کې د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنه شوې ده. د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې تر دې دمه د شپږو میلیاردو ډالرو په شاوخوا کې د مرستې ژمنې ورسره شوې دي، خو تر څنګ یې ګڼ نور ستر مرسته کوونکي هېوادونه پاتې دي چې تر دې دمه یې د مرستو په اړه ژمنې نه دي کړې. بلخوا په افغانستان کې د دغو مرستو د لګولو او همدا راز مدیریت په برخه کې ګڼې اندېښنې موجودې دي. د اقتصادي مسایلو شنونکي وايي، ډاډه نه دي چې افغان حکومت دې شوې مرستې په شفافه توګه ولګوي.

په جنیوا کې د افغانستان په اړه د مرستندویو هېوادونو کنفرانس جوړ شوی و. په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۵ز کال پورې د مالي ملاتړ لپاره مرستندویو هېوادونو او بنسټونو د خپلو ژمنو په اړه خبرې وکړې. په دې کنفرانس کې ګڼو اروپايي هېوادونو له افغانستان سره په بېلو برخو کې د مرستو ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی چې له افغان حکومت به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. د کنفرانس په لومړۍ ورځ تر ډېره تمرکز د افغانستان په سوله و او ټولو ګډونوالو هېوادونو ټينګار وکړ چې باید په افغانستان کې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسېږي. ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو ټينګار وکړ چې په افغانستان کې باید روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپلو څرګندونو کې وویل چې افغان حکومت په ډېرو برخو کې پرمختګونه کړي او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې په دغه هېواد کې د پرمختګونو، امنیت، ثبات، سولې او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. هغه ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونه د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او د دغه هېواد د سولې په راوستو کې به خپلې هڅې کوي.

بلخوا مرستندویو هېوادونو بیا د میلیاردونو ډالرو مرستې ډاډ ورکړی دی. په دې غونډه کې اروپايي ټولنې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالر، برېټانیا د کال ۱۵۵ میلیونه پونډه، جاپان ۷۲۰ میلیونه ډالر، کاناډا د راتلونکو دریو کلونو لپاره ۲۷۰ میلیونه ډالر، هالنډ ۲۲۰ میلیونه ډالر، ډنمارک د راتلونکو دریو کلونو لپاره ۶۴ میلیونه ډالر، ناروې ۷۰ میلیونه ډالر، استرالیا ۱۴۷ میلیونه ډالر، سويډن له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۴ ز کاله پر خپلې ۹۳۲ میلیون ډالرو مرستې ژمن پاتې کېږي، ایټالیا د ۲۰۲۱ ز کال لپاره ۳۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې او هند بیا ویلي چې دوی به په کابل کې شاه توت بند رغوي. د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، د غونډې په بله برخه کې به نور مهم هېوادونه او بنسټونه؛ لکه، امریکا، سعودي عرب او نړیوال بانک له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړي.

د مالیې وزارت مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ هم وایي چې تر دې دمه د شاوخوا شپږ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه شوې، چې ځينو لویو مرستندویانو هېوادونو تر دې دمه خپلې مرستې نه دي اعلان کړې. د نوموړي په خبره: ((لا هم یو څو لوی مرستندوی هېوادونه؛ لکه، امریکا، همدا راز نړیوال بانک او ځینې نور هېوادونه دي چې دوی به وروسته خپلې مرستې اعلان کړي)). هغه همدا راز ویلي چې ځينې هېوادونه به یو کلنې مرستې کوي، د یوه کال په موده کې به دوی خپل پرمختګونه ارزوي او د همدې پر بنسټ به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

بلخوا په افغانستان کې بیا د دې مرستو په تړاو ګڼې اندېښنې موجودې دي. د اقتصادي مسایلو شنونکي پر دې باور دي چې په مرستو کې کموالی راغلی دی او دوی یې هم لامل د فساد پر وړاندې د افغان حکومت کمزوري اقدامات او دغه راز په نړۍ کې د کرونا وبا خپرېدل یادوي. د اقتصادي چارو شنونکی قیس محمدي وايي، جنیوا د افغانستان لپاره تر ټولو مهم کنفرانس دی چې افغان حکومت باید پکې پراخې لاس ته راوړنې لرلی. هغه وایي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې مهمې دي، خو د دغو مرستو په لګولو کې لا هم پر شفافیت باوري نه دی. د ده په خبره: ((دغه مرستې د افغانستان لپاره حیاتي دي، خو افغان حکومت شفافیت نه دی راوستی، په کمېسیونونو فساد نه ختمېږي، ښايي په دې برخه کې پراخ فساد وشي چې نړیوال به مرستې کمې کړي)).

په ټولنیزو رسنیو کې هم د اقتصادي مسایلو شنونکو او عامو افغانانو د دغو مرستو پر لګول کېدو اندېښنه ښودلې او په دې باور دي چې د تېر په څېر به بیا هم فساد د دې سبب شي چې دغه مرستې په افغانستان کې اغېزناکې تمامې نه شي.

Tags: Top
Previous Post

وټس‌اپ یوه بله ګټوره ځانګړنه اضافه کوي

Next Post

کرنې ریاست: په هلمند کې د زعفرانو د حاصلاتو د ټولولو لړۍ پیل شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرنې ریاست: په هلمند کې د زعفرانو د حاصلاتو د ټولولو لړۍ پیل شوه

کرنې ریاست: په هلمند کې د زعفرانو د حاصلاتو د ټولولو لړۍ پیل شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سره صلیب له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی

سره صلیب له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی

نوومبر 23, 2021
کابل ښاروالۍ د کابل په سیند کې کثافات اچول لویه ښاري سرغړونه بللې

کابل ښاروالۍ د کابل په سیند کې کثافات اچول لویه ښاري سرغړونه بللې

اپریل 16, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved