چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چین د افغانستان د باور وړ ګاونډی او ملګری دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 25, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
چین د افغانستان د باور وړ ګاونډی او ملګری دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د هرې ورځې په تیرېدو سره دا جوتیږي چې افغانان له زړه غواړي چې له چين سره د يوه ښه ګاونډي او پرمختللي هیواد په توګه سوداګريزې، فرهنګي، علمي او ټولنيزې دوه اړخيزې اړيکې ولري. دا اړيکې اوږدمهاله او د دواړو هیوادونو د ملي منافعو په رڼا کې لاټيګښت او پراختيا مومي.

له ٢٠٠١ کال راهيسې چې کله په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته نوى نظام رامنځ ته شو، له همغه راهيسې چين په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د خلکو لاسنيوي ته راودانګل، په بېلابېلو برخو کې يې د مرستو ژمنې وکړې او هغه ژمنې يې يوه په بله پسې په عمل کې پلې کړه، په دې ژمنو کې د افغان کادرونو روزنه، د اداري کارمندانو د ظرفيت لوړول، د طبيعي پېښو له ځپلو سره مالي مرستې، د ټکنالوژۍ په برخه کې مرستې، د افغانستان په کورني او بهرني سياست کې نه لاسوهنه، د افغانستان د قانوني نظام ملاتړ، په نظامي او لوجستيکي برخو کې مرستې او نور هغه څه دي چې د ټولو يادول زيات وخت ته اړتيا لري.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين هيله دا ده چې دوى دې په خپل ګاونډ کې يو ارام او له ترهګرۍ پاک افغانستان ولري، چې خلک يې له اقتصادي پلوه په خپل ځان متکي او له جګړو خوندي وي، څو يې زيان دوى ته هم ونه رسيږي. چين په دې ښه پوهيږي او د تاريخ په اوږدو کې ورته تجربه شوې چې افغانان د دوى ښه ګاونډيان دي او هيڅکله به ترې زيان ونه ويني.

 افغانان هم د چين په اړه همداسې نظر لري او څومره يې چې په توان کې وي، تر هغې کچې به هڅه وکړي چې له افغانستان سره د چين پولې خوندي او هيڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې د نړيوال تروريزم شومه پديده د افغانستان له لارې خداى مه کړه د چين پولو ته ورسیږي چې دا بيا د رښتينې دوستۍ ښکاره نښه ده.

افغانان له ډېر پخوا راهيسې له چين سره سوداګريزې راکړې او ورکړې لري او دغه بهير د ورځې په تیرېدو سره د غوړېدو په حال کې دى. که تاسو ځير شوي ياست په دې وروستيو کې د افغانستان ډېره وچه ميوه په خاصه توګه جلغوزي چې په لويه پکتيا کې په پراخه کچه حاصلات لري، اوس د يوه تړون له مخې د هوايي دهليز له لارې چين ته ځي چې په بيه کې يې څو چنده زياتوالى راغلى او د لويې پکتيا اوسیدونکو ته يې د ښه اقتصاد ډېرې هيلې پيدا کړې دي. له دې مخکې به دغه جلغوزي پاکستان ته تلل او پاکستان به تر يوڅه پروسس او بسته بندۍ وروسته په خپل نامه نورې نړۍ ته صادرول، چې هم به يې ډېرې پيسې ترې تر لاسه کولې او هم به د شهرت خاوند و.

 د دې تر څنګ، د هرات زعفران چې اوس يې نړیوال شهرت او مقام پيدا کړى، چين هیواد ته صادريږي چې دې کار په افغانستان کې کروندګرو ته دا هيله پيدا کړې چې د زعفرانو د کر په برخه کې د دوى خواري بې ځايه نه ده او له لارې يې ښه عايد پيدا کولى شي، نو چين ته د زعفرانو په صادرېدو سره له يوې خوا په افغانستان کې د زعفرانو په بيو کې لوړوالى راغلى او بل پلو کروندګر په دې وپوهیدل چې دغه بوټي نړيوال مارکیټ ته لار پيدا کړه او زيات کر به يې دوى ته ډېره ګټه وکړي.

بلخوا که وګورو د افغانستان زياتره لوى ښارونه د چينايي بېلابېلو مالونو د پلور ښه مرکزونه ګرځیدلي او زيات افغان سوداګر ډېری چينايي توکي افغانستان ته راواردوي، چې دلته په افغانستان کې يې ښه بازار موندلى او د هرې ورځې په تیرېدو سره دغه سوداګري رونق مومي.

د دې ټولو راکړو ورکړو تر څنګ، اوس چين ته د افغانانو تګ راتګ هم زيات شوى، ځینې ځوانان د زده کړو لپاره، ځینې حکومتي کارمندان د وړتيا لوړولو په موخه، ځینې کسان د سياحت لپاره او ډېری افغانان د سوداګريزو چار د پر مخ بيولو په موخه چين ته روان دي او له بېرته راتګ څخه وروسته د چين د پرمختګ او ښه سلوک په اړه خپلو نورو افغانانو ته معلومات ورکوي، خاطرې ورسره شريکوي او چين ورته د يوه پرمختللي هیواد په توګه معرفي کوي، چې دغه کار بيا نور افغانان هم هڅوي چې له قانوني لارو له چين څخه ليدنه وکړي او د ليدو تنده يې خړوبه شي.

افغانان د هغې ورځې انتظار کوي او هيله لري چې په افغانستان کې تر بشپړ امن وروسته افغانستان له چين سره د سړک او اورګاډي له لارې وصل او د ځمکې له لارې بې له کوم قيد او شرط پرته خپل ګاونډي هیواد چين ته چې د نړۍ په کچه يو پياوړى او په ځان متکي هیواد دى، سفر وکړي او د دغه هیواد له بېلابېلو پرمختګونو څخه ليدنه ولري. دغه راز چينايي وګړي هم په ورته توګه افغانستان ته راشي او د دې هیواد ښکلې طبيعي منظرې او تاريخي ځايونه وګوري او د دغه هیواد له ځانګړتياوو ځانونه خبر کړي.

چین د افغانانو په مشرۍ او مالکیت له سوله ییز بهیر او له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د ښه والي په برخه کې له افغانستان څخه ملاټر کوي. دواړې خواوې به د استانبول پروسې او شانګهای همکارۍ سازمان په ګډون، په سیمه ییز او نړیوال چوکاټ کې همکاري پیاوړې او نړیواله ټولنه به وهڅوي، چې افغانستان ته لا زیاتې مرستې برابرې او خپلې ژمنې پوره کړي.

موږ په دې ښه پوهيږو چې د چين په څېر يوه پرمختللي او دوست هیواد سره زموږ ښه راتلونکى تړلى دى او هرکله يې موږ ته ګټه رارسیدلې او رارسیږي، نو د ټولو افغانانو هڅه هم همدا ده چې بايد د پرمختګ په چارو کې د چين له تجربو او مشورو ګټه واخلو او له هغوى سره تل په اړيکه کې واوسو، چې دا کار په ښه اعتماد، ښې مخينې، رښتينولۍ او دوستانه راشې درشې سره کیداى شي، نو له همدې امله هر افغان په ځانګړې توګه ځوان نسل غواړي چې له چين سره دې دوستي نوره هم وغوړول شي او د زياتې دوستۍ نوره زمينه دې هم برابره شي.

زه يو له هغو افغان ځوانانو څخه يم چې چين ته مې یو کال د مخه رسمي سفر درلود او د هغه هیواد د خلکو په زيار، ابتکار او خولې تويولو مې افرين ووايه او دې ته وهڅول شوم چې ټول افغانان په ځانګړې توګه ځوان افغان قشر بايد د چينايانو په څیر شپه او ورځ زيار وباسي، څو يې هېواد په بېلابېلو برخو کې د نړۍ له سترو قدرتونو سره سيال او د سيالۍ ډغرې ووهي، که داسې ونه کړو، نو د نورو لاسته به ناست او تل به د اړمنو انسانانو په څیر له ستونزو او احتياجيو ډک ژوند تېروو او راتلونکي نسل ته به هم څه نه لرو، نور د چين په څیر زيار او هڅه بايد د ژوند شعار او عمل وګرځوو، څو ځان او راتلونکى نسل له کړاو ډک او خوار ژوند څخه وژغورو.

تېر مهال، اوس او په راتلونکې کې به چین د افغانستان د باور وړ ګاونډی او ملګری وي. موږ هیله کوو چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله، ثبات او پرمختګ رامنځ ته شي او افغانان له بشري تمدن او پرمختګ څخه ګټه واخلي. موږ به په ګډه کوښښ کوو چې د دواړو هیوادونو روښانه راتلونکی پیل او د چین او افغانستان تر منځ دوستي نسل په نسل پیاوړې کړو. دا مو هیله ده چې افغانستان سمسور او خلک یې نیکمرغه شي.

تل دې وي د چین او افغانستان تر منځ اوږدمهاله دوستي!

عبدالباسط کړوخیل

Previous Post

ولسمشر غني له پاکستان سره بیا په کومه معامله کې دی؟

Next Post

هیلې مو پر رښتیا بدلې کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
هیلې مو پر رښتیا بدلې کړئ

هیلې مو پر رښتیا بدلې کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

خوست کې د یو ذخیروي بند د جوړولو چارې پیل شوې

خوست کې د یو ذخیروي بند د جوړولو چارې پیل شوې

مارچ 5, 2024
بېجینګ کې «د چیني ملت د عصري تمدن ابادي» سمينار ترسره شو

بېجینګ کې «د چیني ملت د عصري تمدن ابادي» سمينار ترسره شو

جون 3, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved