چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

ولسمشر غني له پاکستان سره بیا په کومه معامله کې دی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 25, 2020
in تبصرې
0
راکيټي بریدونه؛ وحشت او یو بد یاد
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر وروسته ښکاري چې کابل یو ځل بیا پاکستان ته یو اړخیز امتیازات ورکوي. ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې، په افغانستان کې د پاکستاني بندیانو د خوشې کولو امر کړی دی. له بله اړخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په یوه رسمي سند کې د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ په تړاو پاکستان ته سپیناوی ورکړل شوی دی.

داسې ښکاري چې ولسمشر غني یو ځل پاکستان ته یو اړخیز امتیازات ورکوي. تر دې وړاندې هم پاکستان ته ډېر یو اړخیز امتیازات ورکړل شوي دي. پر ډیورنډ کرښه اغزن تار او تاسیسات، د قبایلو لاندې کول، د ټي ټي پي پر ضد ګامونه، د بلوڅ ملتپالو جنګیالیو پر ضد ګامونه، د پاکستاني طالبانو سپارل او د هغوی د ځینو مشرانو وژل او ګڼ نور داسې کارونه شوي چې پاکستان ته یو اړخیز امتیازات ګڼل کېږي او د پاکستان لپاره سترې لاسته راوړنې دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

پوښتنه دا ده چې دا یو اړخیز امتیازات چې د څه په بدل کې ورکول کېدل، ایا هغه لاسته راغلي دي او که نه؟

پاکستان ته دغه امتیازات د دوو موخو لپاره ښايي ورکول کېدل، یوه دا چې پاکستان له افغانستان سره د حکومت د غوښتنې پر اساس په سوله او ثبات کې مرسته وکړي. پاکستان په دې برخه کې ډېرې ژمنې وکړې، چې یوه یې هم عملي نه کړه، خو د اشرف غني حکومت د ژمنو تر عملي کېدو وړاندې ډېر څه ورکړل. دویم دا چې ولسمشر غني له پاکستان څخه شخصي غوښتنې لرلې. په دې اړه کوم کره ثبوت نشته، خو مهمو سیاستوالو او آن د ولسمشر غني د کابیني غړو دا ډول ادعاوې کړي چې اشرف غني له پاکستان سره د شخصي ګټو په معامله کې و چې پکې نغدي پیسې او په ټاکنو کې مرستې هم شاملې وې. دا چې پاکستان دا څه اشرف غني ته ورکوي او که نه، خلک نه پوهېږي، خو دا واضېح ده چې ولسمشر غني پاکستان ته ډېر څه ورکړي او په بدل کې یې هېڅ داسې څه نه دي تر لاسه کړي چې ولس او افغانستان ته دې ګټور وي.

ستونزه دا ده چې له اوږدو تجربو او ناکامو یا ظاهراً ناکامو معاملو وروسته اوس حکومت یو ځل بیا له پاکستان سره په معامله کې دی او ښايي پاکستان ته ډېر پټ او ښکاره امتیازات ورکړي چې ځیني یې سر له اوسه پیل شوي دي. که اشرف غني دا تمه لري چې پاکستان به ورسره د سولې په پروسه کې هغسې مرسته وکړي چې دوی یې غواړي، نو تېروتنه کوي؛ ځکه چې پاکستان د خپلو ګټو او له امریکا سره د معاملې پر اساس مخ ته ځي. اوس که پاکستان هر څو ژمنې وکړي، خو په عمل کې به هېڅ ګام د افغان حکومت په خوښه او غوښتنه وا نه خلي. که خبره دا وي چې اشرف غني د خپل واک د دوام لپاره او یا هم په راتلونکي سیاسي نظام کې د شراکت لپاره له پاکستان سره په کومه معامله کې وي او د دې لپاره پاکستان ته امتیاز ورکوي، دا نو بیا بده معامله ده چې هېڅ ډول ښې پایلې به ونه لري. ولسمشر غني او ملګري یې باید پوه شي چې پر ملي مسایلو د شخصو ګټو لپاره معاملې او لوبې به دوی ته ګرانې پرېوځي او دوی به هرو مرو د ولس له حساب‌کتاب سره مخ کېږي.

Previous Post

کرنې ریاست: په هلمند کې د زعفرانو د حاصلاتو د ټولولو لړۍ پیل شوه

Next Post

چین د افغانستان د باور وړ ګاونډی او ملګری دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
چین د افغانستان د باور وړ ګاونډی او ملګری دی

چین د افغانستان د باور وړ ګاونډی او ملګری دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

برېټانیا: اوکراین ته د ټانک ضد ۴ زره توغندي ورکوو

برېټانیا: اوکراین ته د ټانک ضد ۴ زره توغندي ورکوو

مارچ 23, 2022
رحماني: حکومت دې؛ په ادارو کې د سرپرستۍ چارو ته د پای ټکی کېږدي

رحماني: حکومت دې؛ په ادارو کې د سرپرستۍ چارو ته د پای ټکی کېږدي

مارچ 6, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved