د ا.ا رهبر شیخ هبتالله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، چې په هېواد کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ټولو خلکو شرعي حقونه خوندي دي او هیچا ته د ظلم اجازه نه ورکول کېږي. هغه ویلي، ا.ا غواړي له نړۍوالو هېوادونو سره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. په پیغام کې ټینګار شوی چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر فریضه په هېواد کې عملي کېږي او حکومت د یتیمانو، کونډو، بېوزلو او معلولانو ملاتړ ته ژمن دی. نوموړي له حکومتي مسوولینو غوښتي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي، ظلم پرې ونه کړي او خپلې دروازې ورته پرانیستې وساتي. د ا.ا رهبر همداراز له هېوادوالو غوښتنه کړې چې له راستنېدونکو کډوالو سره مرسته او لاسنیوی وکړي.

































