د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او ایم) وايي، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د سېلابونو له امله تر ۱۰ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي. د دغه سازمان د راپور له مخې، د بغلان ولایت وروستیو سېلابونو پراخ مالي او بشري زیانونه اړولي او ګڼې کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي. اې او ایم زیاتوي، ډېری زیانمنې شوې کورنۍ لا هم د پخوانیو طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له اغېزو نه وې وتلې، خو وروستیو سېلابونو یې ژوند لا پسې ستونزمن کړی او نوې ننګونې یې رامنځته کړې دي.


































