د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د چین حکومت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دواړه هېوادونه د افغانستان په اړه نږدې همغږي او دوامداره اړیکو ته ژمن دي. په اعلامیه کې راغلي چې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې درېاړخیزې خبرې مهمې بلل شوي او چین د دې خبرو د دوام لپاره د زمینې برابرولو هرکلی کړی دی. همداراز په اعلامیه کې د سيپېک پروژې، د ګوادر بندر پراختیا، سوداګرۍ، کرنې، انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، پوځي او ترهګرۍ ضد همکاریو او د سیمهییز ټیکاو موضوعات د دواړو هېوادونو د ګډو همکاریو مهمې برخې بلل شوې دي.


































