د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویلي، د سترې محکمې له منظورۍ وروسته د هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه ۱۱۹۱ تنه زندانیان، توقیفیان او محجوزین خوشې شوي دي. د یادې ادارې په وینا، دغه کسان د یوه شفاف بهیر له مخې خوشې شوي، څو د لوی اختر مبارکې ورځې له خپلو کورنیو او دوستانو سره ونمانځي. د بندخونو مسوولینو خوشې شویو کسانو ته سپارښتنه کړې، چې په راتلونکي کې له هر ډول جرمونو ځان وساتي، د قانون درناوی وکړي او د ټولنې د سالمو غړو په توګه خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.


































