د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا د دوی له مهمو اندېښنو څخه ده او له هغو هڅو ملاتړ کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا د کمېدو لامل شي. د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې ایران د سیمهییزو کړکېچونو د پای ته رسولو لپاره هڅې کوي. نوموړي زیاته کړې چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو ښهوالی د سیمې د ثبات لپاره مهم دی. هغه ټینګار کړی چې تهران د سولې د هڅو هر ډول ملاتړ ته چمتو دی. بقایي ویلي، ایران د منځګړیتوب په اړه ځانګړی پلان نه دی اعلان کړی، خو د همکاریو ملاتړ کوي.


































