افغان حکومت دې د افغانانو پر سفرونو بندیزونه او محدودیتونه لرې کړي. د بشري حقونو نړیوالې ادارې د ښځو د برخې مشرې په ټوېټ پیغامونو کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مشر سفر ته په اشارې له نوموړي غوښتي چې له نوي حکومت پر سفرونو د محدودیتونو لرې کول وغواړي. هېدر بار وایي افغانان حق لري چې سفرونه وکړي او له خپل هېواد نورو سیمو ته لاړ شي. نوموړې په ځانګړې توګه د مېرمنو پر سفرونو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده او ټینګار کوي چې د پاسپورت ریاست دې د پاسپورتونو عادلانه وېش ته مخه کړي. نوموړې داسې مهال د سفرونو د محدویتونو خبره کوي، چې افغان حکومت وایي د قانوني اسنادو لرونکي افغانان سفرونه کولی شي او د دوی پر تګ راتګ محدودیت نشته دی.












