د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د پنبې دانې د غوړیو د تولید صنعت د پراختیا په حال کې دی او د مسوولینو په خبره، هر کال شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه غوړي تولیدېږي. د هلمند د سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال عطا محمد اخلاقي ویلي، چې د دغو غوړیو له تولیداتو څخه د هلمند نږدې ۶۰ سلنه اوسېدونکي ګټه اخلي او دغه محصولات د کابل ترڅنګ یو شمېر شمالي ولایتونو ته هم لېږدول کېږي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، په هلمند کې د پنبې له شاوخوا ۷۵ فابریکو څخه ۵۰ یې د غوړیو په تولید بوختې دي، چې د سیمې اقتصاد او د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.


































