د پنجشېر ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د لوی اختر د رخصتیو پر مهال شاوخوا ۹۰ زره کورني سیلانیان یاد ولایت ته ورغلي او د اختر ورځې یې د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې تېرې کړې دي. د چارواکو په وینا، پنجشېر د خپلو شنو منظرو، سیندونو او طبیعي ښکلاوو له امله د هېواد له مهمو سیاحتي ځایونو څخه ګڼل کېږي. د پنجشېر د والي ویاند، سیفالدین لټون ویلي چې د امنیت ښهوالی او د ادارو همغږي د سیلانیانو د شمېر په زیاتېدو کې مهم رول لري. ځایي اوسېدونکي او سوداګر هم وایي، د سیلانیانو زیاتوالي د بازارونو په رونق او د کورنیو محصولاتو په پلور کې د پام وړ اغېز کړی دی.

































