روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۱۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۵ زره او ۴۹۰ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۶ تنه مړه شوي او ۲۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۷۲۸ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۶ زره او ۱۴۵ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې په روغتیا وزارت پرون یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی و چې روغتیایي سپارښتنو ته باید جدي پاملرنه وکړي.












