په کابل ښار کې دوو مقناطیسي ماینونو چاودنه کړې ده. د راپورونو له مخې لومړۍ پېښه د کابل ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې شوې ده. سرچینه کاږي چې د امید سبز ښارګوټې ته څېرمه د افغان سرتېرو پر یوه فورډ ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې درې سرتېري یې ټپیان کړي دي. همدا راز د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې هم د مقناطیسي ماین د چاودنې راپور ورکړل شوی چې تر اوسه یې په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي. عیني شاهدان بیا وایي چې په دې پېښه کې هم دوه کسه ټپیان شوي دي. په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې ډېرې شوې چې له امله یې د کابل ښاریان اندېښمن دي. د دې پېښو مسوولیت هم تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی.
































