د چين بهرنيو چارو وزارت د جون په ۱۱مې نېټې د فیلیپین پر دفاع وزیر جيلبرتو تیودورو او د هغه د کورنۍ پر غړو بندیزونه لګولي دي.
د فيليپين دفاع وزیر تیودورو په مکرر ډول د چین په اړه ناسمې څرګندونې کړې، د چین مشروع ګټو ته یې زیانونه رسولي او د چین او فیلیپین ترمنځ اړیکې یې زیانمنې کړې دي.
چين د خپل ملي حاکمیت، امنیت او پراختیایي ګټو د ساتنې لپاره پرېکړه کړې چې د چین سترې برخې، هانګ کانګ او مکاو ته د تیودورو او د ده د کورنۍ غړیو له تګ څخه منع کړي.
بېجينګ چيني سازمانونه او اشخاص د تیودورو او د ده د کورنۍ له غړیو سره له هر ډول معاملې او همکاريو منع کړي دي.
































