د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شوی دی.
د راپورونو له مخې نن سهار هغه مهال پر عطا جان حق بیان چاودنه وشوه چې له خپله کوره دفتر ته پر لار و. په پېښه کې د حق بیان په ګډون څلور کسه ټپیان شوي دي.
حق بیان وایي چې په نننۍ چاودنه کې کوم زیان نه دی ورته اوښتی.
هغه نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په نننۍ پېښه کې کوم زیان نه دی ورته اوښتی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
































