په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کونړ ولایت کې یې له زلزلې اغېزمنو او بېځایه شویو ماشومانو او کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو د برابرولو زمینه مساعده کړې ده. هغه ویلي چې یونیسف د خپلو شریکانو په همکارۍ هڅه کوي د کړکېچ ځپلو ماشومانو او کورنیو د ژوند شرایط ښه کړي او هغوی ته بنسټیز خدمات ورسوي. یونیسف ټینګار کړی چې پاکو اوبو ته لاسرسی لا هم د افغانستان د ډېرو زیانمنو شویو کورنیو له مهمو اړتیاوو څخه دی. یاد بنسټ همداراز ویلي، چې د اړمنو کورنیو د اړتیاوو پوره کول د بشري مرستو د دوام او کافي مالي ملاتړ غوښتنه کوي، څو له طبیعي پېښو وروسته د رغېدو بهیر په اغېزمن ډول پرمخ ولاړ شي.

































