د امریکا د کلیفورنیا ایالت په اډوارډز هوايي اډه کې یوه بي-۵۲ سټراټوفورټرېس بمغورځونکې الوتکه د دوشنبې په ورځ له الوتنې لږ وروسته راغورځېدلې ده. چارواکو ویلي، داسې اټکل کېږي چې په الوتکه کې سپاره د عملې ټول اته غړي وژل شوي دي. د اډوارډز هوايي اډې په اعلامیه کې راغلي چې دغه اته انجن لرونکې الوتکه، چې د اټومي او دودیزو بمونو د لېږد وړتیا لري، د یوې عادي ازمایښتي الوتنې پر مهال له پېښې سره مخ شوې ده. د رویټرز د راپور له مخې، د پېښې له ځایه اخیستل شوې هوايي ویډیو ښيي چې د دښتې یوه پراخه سیمه سوځېدلې او لوګي ترې پورته کېږي. راپور زیاتوي چې د الوتکې لویې پاتې شونې په څرګند ډول نه تر سترګو کېږي. چارواکو د پېښې د علت په اړه څېړنې پیل کړې دي.


































