د فاریاب ولایت د اقینې بندر له لارې وارد شوي ۱۲ ټانکره تېل، چې بېکیفیته تشخیص شوي وو، بېرته ترکمنستان ته مسترد شوي دي. د فاریاب ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو تېلو کیفیت د ټاکل شویو معیارونو خلاف ثابت شوی و او له همدې امله د اړوندو ادارو د ارزونې او څېړنې له بشپړېدو وروسته د بېرته ستنولو پرېکړه وشوه. د خبرپاڼې له مخې، دا اقدام د فاریاب د والي ملا محمد حنیف حمزه په مشرۍ او د ځانګړي پلاوي د ارزونې او تعقیب په پایله کې ترسره شوی دی. مسوولین وايي، د تېلو د کیفیت د ارزونې بهیر د اړوندو ادارو په همغږۍ ترسره شوی او وروستۍ پرېکړه د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې شوې ده. د فاریاب ولایت مقام ټینګار کړی چې د نفتي موادو د کیفیت څارنه او د ټاکل شویو معیارونو پلي کول به د عامه ګټو د خوندي کولو او د بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په دوامداره توګه روان وي.




































