پاکستان پر طالبانو له خپل نفوذ په استفادې کولی شي په افغانستان کې سوله راولي. د پاکستان د استخباراتي ادارې یا آی ایس ای پخواني مشر اسد دراني په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې پاکستان له افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه او اوس دغه دي پر طالبانو هم خپل نفوذ لري. دده په خبره پاکستانی حکومت کولی شي له خپل نفوذ په استفادې پاکستان او پخواني مجاهدین دې ته وهڅوي چې په خپلو کې سره جوړ شي او مذاکرات مخ ته یوسي. هغه ټینګار کړی چې پاکستان تر دې ور هاخوا کوم کار نه شي کولی. نوموړي دا هم منلې چې پاکستان له طالبانو سره ژورې او پراخې اړیکې لرلې او له دغه ډلې سره يې مرسته کړې ده. دده په خبره له پراخو او ګڼو فشارونو سره سره پاکستان له طالبانو سره اړیکه لري او خپل نفوذ یې ورباندې ساتلی دی.
































