ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع ځانګړې ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې تر سره شوه، له کرونا وبا سره د مبارزې په لومړي پړاو کې د عامې روغتیا وزارت سره د همکارو سازمانونو د نه ترسره شویو ژمنو د څرنګوالي په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې. ولسمشر غني ویلي، د افغان- جاپان روغتون طبي تجهیزاتو او امکاناتو ته شدیده اړتیا لري. نوموړي ویلي، د کرونا وبا دویمه څپه د خلکو تر کورونو رسېدلې ده او د ژمي په موسم کې ددغې وبا له دویمې څپې سره مخ یو.غني د نړیوال او اسیا پراختیایي بانکونو له رییسانو غوښتي چې د کرونا واکسین برنامې د تطبیق په لومړي پړاو کې له افغانستان سره مرسته وکړي. په دې ناسته کې د یادو بانکونو رییسانو د کرونا وبا واکسین د تمويل په لومړي پړاو کې د نړیوالې ټولنې د مالي تعهداتو چې ټاکل شوې د افغان حکومت له لوري د نړیوال بانک په مرسته تطبیق شي، خبر ورکړ.
































