د امریکا عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا د مریلنډ ایالت یو اوسېدونکي قراردادي په افغانستان کې د واشنګټن له لوري د روزنیزې بیارغونې په موخه د څو پروژو لپاره د ځانګړې شوې بودجې پر غلا اعتراف کړی دی. خبرپاڼه کاږي، ۶۲ کلن اویتایو فاګبنرو په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو کې د افغانستان په یو شمېر پوهنتونو کې د رسنیزو مراکزو د جوړولو لپاره د ځانګړې شوې ۶.۹ میلیون ډالرو بودجې څخه ۱.۳۸ میلیونه ډالر د شخصي بانکي حسابونو له لارې په بهر کې یو شمېر هغو شرکتونو او خپلو اقاربو ته لېږلې دي چې له یادو پروژو سره یې هیڅ ډول تړاو نه لاره. اویتایو اعتراف کړی دی چې د یادې بودجې د مصرف په اړه یې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته په دروغو ویلي چې ورته سپارل شوې پروژې یې په بشپړه توګه پلې کړې دي. د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې نوموړی ګنګهار پېژندل شوی دی او محکمه به د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په ۱۲مه د نوموړي په اړه خپل حکم صادر کړي.











