د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د ملي مصالحې عالي شورا د واک د وېش او دایمي اوربند لپاره یو با صلاحیته بنسټ دی. نوموړي په تازه ټوېټ پیغامونو کې د ملي مصالحې عالي شورا د لومړۍ غونډې هرکلی کړی دی او هغه یې د ستونزو د حل لپاره خورا مهمه بللې ده. دده په خبره دغه شورا له طالبانو سره د سولې، د واک د وېش او دایمي اوربند لپاره یو با صلاحیت بنسټ دی. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې وروستي پرمختګونه خورا مهم او هیله بښونکي دي. د خلیلزاد په وینا طالبان او افغان حکومت پر تګلاره هوکړې ته رسېدلي دي او اوس یې دا دي پر اجنډا هم بحثونه پيل کړي دي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانان سوله غواړي او روان پرمختګونه ښيي چې افغانان به ډېر ژر سره یو ځای شي او دلته به اوسنۍ اوږده او خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.
































