فرانسې د ملي مصالحې عالي شورا د لومړۍ ناستې هرکلی کړی دی. په کابل کې د فرانسې سفیر ډیویډ مارټینن ویلي چې د سولې راتګ لپاره په افغانستان کې د سیاسي اقشارو ترمنځ یووالی خورا مهم دی او دا یووالی د ټول افغانستان لپاره په ګټه تمامېږي. نوموړي زیاته کړې، افغان دولت په افغانستان کې د سولې راتګ لپاره یو اړین ګام پورته کړی دی. هغه ویلي، دوی هیله لري چې په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې به دا هېواد تلپاتې سولې او ثبات ته ورسوي.
































