د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د اسټرالیا حکومت د افغانستان بشري مرستو صندوق سره ۹ میلیونه اسټرالیايي ډالر مرسته کړې ده. اوچا په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه مرسته چې د ۶.۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو معادل ده، د افغانستان بشري مرستو صندوق ته ځانګړې شوې ده. د اوچا په وینا، دغه مالي مرسته به په افغانستان کې د بشري فعالیتونو د ملاتړ او له اړمنو خلکو سره د مرستې رسولو لپاره ولګول شي.














