د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د چين د خدماتي سوداګرۍ عمومي صادراتي او وارداتي ارزښت ۳۷۷۹ ميليارډه او ۷۵۰ مليونه يوانو ته رسیدلی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه درې زياتوالی ښيي.
د چين د خدماتي سوداګرۍ د تېرو شپږو مياشتو صادراتي او وارداتي ارزښت په جلا جلا توګه ۱۵۰۴ ميليارډه ۷۰۰ میليونه او ۲۲۷۵ ميليارډه ۵۰ میليونه یوانو ته رسېدلی، چې دغو شمېرو د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه په سلو کې ۱۷،۶ او په سلو کې ۲،۹ زياتوالی موندلی دی.
په همدې مودې کې د چین د خدماتي سوداګرۍ منفي توازن ۷۷۰ ميلیارډه او ۳۵۰ میليونه يوانه ښودل شوی، چې دغه شمېر بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶۱ ميليارډه او ۴۲۰ میليونه يوانه کموالی ښيي.
په روان کال کې د چين د خدماتي سوداګرۍ عمده ځانګړتياوې د پوهې او نوښت ټکنالوژۍ او د خدماتو د وارداتو چټکتيا ښودل شوي، چې په ياد دې جملې کې (KIBS) يا د پوهې او نوښت د ټکنالوژۍ په تړاو د خدماتي سوداګرۍ صادرات یې نيمايي برخه نيسي او د سيلانيزو خدماتو صادراتو او د مالونو د لېږد رالېږد په تړاو خدماتي وارداتو یې بیا چټکتيا موندلې ده.












