د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي، د نورستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې د وروستیو شدیدو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو لپاره د مرستو رسولو بهیر پیل شوی دی. دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۱۴مه، په اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا سېلابونه د تېرې میاشتې له ویجاړونکو سېلابونو وروسته رامنځته شوي او یو ځل بیا یې ګڼې سیمې اغېزمنې کړې دي. د ای او ایم په وینا، اغېزمنو سیمو ته یې د اړتیاوو د ارزونې ډلې استولې دي، څو د زیانونو کچه وارزوي او له زیانمنو کورنیو سره د ژوند ژغورونکو مرستو د همغږۍ زمینه برابره کړي. ای او ایم زیاته کړې چې د مرستو په بهیر کې به هغو کورنیو ته لومړیتوب ورکړل شي چې تر ټولو ډېرو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.














