د سمنګانو ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، روان کال په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه کم شوي دي. دوی وايي، وچکالي، اقلیمي بدلونونه او طبیعي افتونه د بادامو د حاصلاتو د کمښت له مهمو لاملونو څخه دي. په همدې حال کې، بڼوال او د بادامو پلورونکي وايي، د حاصلاتو د کمېدو له امله په بازارونو کې د بادامو بیې هم لوړې شوې دي. د دوی په وینا، که د وچکالۍ او طبیعي افتونو د اغېزو د کمولو لپاره لازم اقدامات ونه شي، ښايي په راتلونکو کلونو کې د بادامو حاصلات نور هم اغېزمن شي.














