د زابل د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست ویلي، چې د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۲۳ کلنه دښمني د علماوو، قومي مشرانو او مخورو د منځګړیتوب په پایله کې پای ته رسېدلې ده. سرچینې ویلي، چې د یاد ریاست رئیس، مولوي رحمتالله جواد، په مشرۍ له دواړو لوریو سره څو ځله د پخلاینې غونډې ترسره شوې، چې په پایله کې دواړه کورنۍ سولې ته غاړه کېښوده او د خیر پرېکړه وشوه. د مالوماتو له مخې، د یادې دښمنۍ له امله د دواړو کورنیو اړیکې له کلونو راهیسې پرې شوې وې او ګڼې کورنۍ او ټولنیزې ستونزې یې رامنځته کړې وې. د غونډې په پای کې د دواړو کورنیو مشرانو یو بل ته بښنه وکړه، د علماوو او قومي مشرانو د هڅو ستاینه یې وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به په سوله، ورورولۍ او متقابل درناوي کې ژوند کوي.













