د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به د تایلنډ د قارهییز جام سیالیو په څلورمه لوبه کې نن، د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۱۵مه، د نیوزیلنډ پر وړاندې میدان ته ښکته شي. د فدراسیون د مالوماتو له مخې، دغه سیالي به د کابل پر وخت د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو ترسره شي. د افغانستان فوتسال ملي لوبډله په داسې حال کې له نیوزیلنډ سره مخامخ کېږي چې په تېرو ۳ لوبو کې یې د تایلنډ او روسیې پر وړاندې ماتې خوړلې او له ویتنام سره یې مساوي کړې ده.














