د کویټ پراختیا صندوق او اوچا د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت د بلاعوضه مرستو دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي. د دغو مرستو له ډلې ۲.۵ میلیونه ډالر افغانستان او ۲.۵ میلیونه نور سوریې ته ځانګړي شوي دي. اوچا وایي، دغه بودجه به د افغانستان او سوریې د بشري مرستو صندوقونو له لارې ولګول شي. د دغو مرستو موخه د زیانمنو خلکو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول او هغوی ته د حیاتي خدمتونو رسول دي. اوچا دغه مرسته په افغانستان او سوریه کې د بشري مرستو د پیاوړتیا لپاره پر وخت اقدام بللی دی.














