سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د مصالحې عالي شورا د ولسمشر غني لاسونه ور تړي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 7, 2020
in تبصرې
0
د مصالحې عالي شورا یو مثبت ګام او څو اندېښنې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ کمېټې له لومړنۍ غونډې وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دې چارې د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې دا کمېټه به د سولې د تړون د شرطونو، د واک د وېش او د اوربند په تړاو یو واکمن بنسټ وي. ګڼو نورو اړخونو هم د دې شورا د جوړېدو هرکلی کړی او پر دې یې خوښي ښودلې چې د سولې په تړاو یوه اجماع رامنځته شوې ده.

د مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ له جوړېدو سره سم د امریکا له خوا د پیغام ورکول چې دا کمېته به د سولې په تړاو په مهمو مسایلو کې واکمن بنسټ وي، په ښکاره د سولې په چاره کې د ولسمشر غني د واکونو د کمولو هڅه ده. تر اوسه پورې د سولې په تړاو د افغانستان د حکومت دریځ یوازې د ولسمشر غني په لاس کې و او بدلون پکې د امریکا له مخامخ او سخت فشار وروسته راغلی دی. که څه هم ولسمشر غني له عبدالله سره ژمنه کړې وه چې د مصالحې عالی شورا به جوړوي، خو دا شورا په واضح ډول د دې لپاره ځنډول کېده چې د سولې په تړاو د تصمیم نیونې واک یوازې له ولسمشر غني سره پاتې شي. د مصالحې د عالي شوار جوړېدل هم اسانه نه وو، د کورنیو اړخونو په بیا بیا غوښتنه او د بهرنیانو په زیات فشار سره ولسمشر غني حاضر شو چې دا شورا جوړه شي. دا چې بهرنیانو او په خاص ډول امریکا د شورا د جوړېدو لپاره فشار راوړ، دلیل یې واضح و، ځکه چې غوښتل یې د سولې په تړاو د پرېکړو واک د ولسمشر غني له انحصاره وباسي. امریکایان د سولې په پروسه کې د ځنډ او خنډ له امله ناهیلي شوي وو او پر اشرف غني له بیا بیا فشارونو راوړلو هم ستړي وو، نو ځکه یې غوره ګڼله چې د مصالحې د عالي شورا په جوړولو سره یو مخ دا ستونزه حل کړي او په دې شورا سره د ولسمشر غني لاسونه او پښې ور وتړي.

اوس چې امریکایان وايي چې د مصالحې عالی شورا رهبري کمېته د سولې په تړاو او آن د واک د وېش په تړاو واکمن بنسټ دی، نو په واضح ډول ورسره ولسمشر غني څنګ ته کېږي. ولسمشر غني او ملګري به یې هڅه وکړي چې د دې چارې مخه ونیسي او د مصالحې عالي شورا تر ډېره سمبولیکه او بې صلاحیته کړي، خو دا چاره به ځکه ستونزمنه وي چې له یوه اړخه به له کورني غبرګون او فشار سره مخ شي او له بله اړخه به د بهرنیانو غوښتنې یو مخ رد نه شي کړلی. له دې وروسته به د سولې په چاره کې د ولسمشر غني مخالفتونه او خنډونه ځکه ډېر کارنده نه وي چې هم ورسره د مصالحې په عالي شورا کې مخالفت کېږي او هم به بهرنیان د مصالحې د عالي شورا د دریځونو ملاتړ کوي. دا چاره به آن ولسمشر غني پر مذاکره کوونکي ټیم له برلاسی وغورځوي او هغوی به یې هم هرې خبرې ته سر نه خوځوي. له همدې امله د سولې په پروسه کې د ولسمشر غني لاسونه او پښې تړل کېږي او نور به د مصالحې شورا رهبرۍ کمېټه پرېکړه کوي، خو هغوی به هم تل د امریکا شنه څراغ او خوښې ته ګوري.

Previous Post

کرنې ریاست: روان کال د هلمند د پنبې په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی

Next Post

زابل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
زابل

زابل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د برېکس ناسته د پوتین له حضوري ګډون پرته ترسره کیږي

د برېکس ناسته د پوتین له حضوري ګډون پرته ترسره کیږي

اگست 21, 2023
د اوکراین په راکټي برید کې ۶۳ روسي عسکر وژل شوي دي

د اوکراین په راکټي برید کې ۶۳ روسي عسکر وژل شوي دي

جنوري 3, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved