چين په دې وروستيو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او کله چې د خپلو چارو د پرمختګ راپور ورکوي، نو د لوېديځو هېوادونو په عامه افکارو کې داسې شکمن غږونه پورته کېږي، چې « څوک به د چيني شکله عصريتوب بيه ورکوي؟»
دغه پوښتنه دا ښکاره کوي، چې زيرو – سم لوبې په لوېديځو هېوادونو کې جرړې غځولي او سیاستوال یې هميشه په دې هڅه کې دي، چې نور زیانمن او ګټې يې قربانې کړي او د زیان رسولو او کمزوري کولو په بدل کې خپلې موخې ته ورسېږي.
د لوېديځو هېوادونو د عصريتوب لار د يادې نظريې سرچينه ده، چې د عصريتوب په بهير کې د پرمختګ بيې بهر ته انتقالوي.
لوېديځو هېوادونو د بهرنيو سرچينو د غلا کولو او بهر ته د ککړتياوو د انتقال پر اتکا د صنعتي کېدو لومړنی بنسټ ایښی، خو قيمتونه او دردونه يې مستعمره سیمې او د ټيټې طبقې ملکيان پرې کوي.
لوېديځو هېوادونو تنګ او سخت سياسي شرايط په اکثرو نړيوالو همکاريو پسې تړلي او د مرستې په نوم د سرچينو غلا او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي. دغه راز، دوی د چين په ارزونې کې هم همدغه منطق کاروي او يو ډول عادت یې ګرځېدلی دی.
چيني شکله عصريتوب د لوېديځو هېوادونو له ماډل سره توپیر لري.
د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ميکانيزم په رڼا کې د هېواد ټول قوتونه او سرچينې پر سترو او مهمو چارو تمرکز لري.
چين د پنځه کلنو پلانونو له لارې د دولت د دايمي ستراتيژيکې طرحې تطبيق ډاډمن کړی او بل دا چې دغه هېواد پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار لري.
چين له يوې خوا د کورنيو اصلاحاتو له لارې حياتي ځواک تحريک کوي او د چارو د جوړولو په اړه د تصديو او خلکو ابتکاري قوت هڅوي او له بلې خوا، د ورخلاصون له لارې له بهرنيو بازارونو سره اړيکې ټينګوي، د ګردې نړۍ له بازارونو، پانګو او ټېکنالوژيو څخه استفاده کوي او د همکاريو له لارې د خپلو صنعتي چارو د پراختيا هڅې کوي.
چين شاوخوا يو ميليارډ او څلور سوه ميليونه نفوس او خورا پراخ بازار لري او همدغه بازار یې د کورني توليدي ظرفيت منلی او هم د نړۍ پانګې راجلبوي.
چينايان خوشبين او زحمتکښ خلک دي، ښوونې ته په درنه سترګه ګوري او د نيکمرغه ژوند لېوالتيا لري او همدغه ټکي د چين د اقتصاد د دوامدار زياتوالي اصلي قوت هم ګرځيدلی دی.
د چين حکومت د تېرو ۴۰ کلونو د پرمختګ په رڼا کې څه باندې ۸۰۰ ميليونه کسان له بېوزلۍ څخه وباسلي، د نړۍ لومړی لوی تعليمي سیسټم، د ټولنيزې بيمې لومړی لوی سيسټم او د روغتيا او طبي چارو لوی سيسټم لري او د چټکو رېلپټليو اوږدوالی، د ۵ جي مخابراتي سټېشنونه او د دواملرونکو انرژيو له لارې د برېښنا عمومي توليدي اندازه يې په نړۍ کې لومړي مقامونه لري.
ياد معلومات نړيوالو ته ښيي، چې د چين د پرمختګ په اړه د علاقې وړ چاره دا ده، چې څوک به ترې ګټې واخلي؟
د ګټو د شريکولو په اړه د چيني شکله عصريتوب منطق هم په نړيوالو چارو کې څرګند شوی دی.
چين د اقليم د نړيوالې ادارې په برخه کې د پرمختيايي هېوادونو لپاره د فوټو والټ سامانونه، د انرژۍ د زېرمې ټېکنالوژۍ او د زرغون پرمختګ پلانونه برابر کړي او د پرمختللو هېوادونو انحصار يې مات کړی دی.
د چين د لوی اې ايي ماډلونو پرانيستې سرچينې يا اوپن سورس نړيوالو کاروونکو ته وړيا پرانيستل شوي، صنعتي روبوټونه یې ۱۴۱ هېوادونو ته صادر شوي او د نوښتګرو درملو د څېړنې او انکشاف نړيوالې همکارۍ يې کړي او د نړۍ د عصري کېدو پر وړاندې شته خنډونه پر له پيسې لرې کوي. برسېره پر دې، د چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکورې د نړيوال کېدو لپاره نوی معنوي قوت هم برابر کړی دی.
د چين دغه کړنې د دې څرګندويي کوي، چې چيني شکله عصريتوب نه يوازې د دغه هېواد د پرمختګ لپاره دی، بلکې د نړۍ ګډې ګټې هم پکې نغښتې دي.
د امريکا د پيو څېړنيز مرکز په يوې سروې کې، چې په ګڼو هېوادونو کې يې ترسره کړې، د چين په اړه مثبت نظرونه وړاندې شوي او دا نظر پکې منعکس شوی، چې د نړۍ اکثره وګړي د ګټو د شريکولو په اړه د چين مفکورې او کړنو ته د درناوي په سترګه ګوري.
چيني شکله عصريتوب دا ثابته کړې، چې يو لوی هېواد د نورو هېوادونو له غلا کولو او بهر ته د خپلو ستونزو له انتقال پرته چټک پرمختګ موندلی شي او د نورو هېوادونو د ګټو د قربانۍ او نړيوالې ايکولوژۍ ته د زيانونو پرته سمسورتيا رامنځته کولی شي.
لوېديځ هېوادونه بايد تعصب پرېږدي او باید په غړولو سترګو وویني، چې چين د پرمختګ ګټې له چا سره شريکوي.













