د پنجشېر ځايي مسوولینو د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی. د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۷ زره ۶۵۶ قيراطه زمرد د ۷ میلیونه ۶۵۸ زره ۲۰۰ افغانیو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. د چارواکو په وینا، په دغه لیلام کې نږدې ۳۰۰ کورنیو او بهرنیو سوداګرو ګډون کړی و او د پنجشېر زمردو ته په سیمهییزو او نړیوالو بازارونو کې د زیاتېدونکې پاملرنې ادعا کېږي.














