د روزګان ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پولیو یا ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. سرچینو ویلي، د سرخوم سیمې په یوه ۲۵ اوونیز ماشوم کې د پولیو ویروس تایید شوی او د ناروغۍ له امله یې پښې فلج شوې دي. د سرچینو په وینا، څو میاشتې وړاندې په ماشوم کې د پولیو نښې لیدل شوې وې او د هغه کورنۍ د واکسین له ورکولو سره مخالفت کړی و. د راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له پیله تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د پولیو د مخنیوي تر ټولو مهمه لار واکسین کول دي.














