د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې ویلي، چې د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې یې یو ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاوده بم کشف او له منځه وړی دی. د دغې ادارې په وینا، روسی OFAB-500 بم د عسکرکوټ بازار د سیر کلي د یوه کور په انګړ کې موندل شوی و، چې د ډيارسي ماینپاکۍ موسسې له لوري په خوندي ډول له سیمې ولېږدول شو او وروسته له منځه یووړل شو. ځایي چارواکو له خلکو غوښتي چې د ماینونو، ناچاوده توکو او نورو مشکوکو شیانو له لمس کولو او نږدې کېدو ډډه وکړي او سمدستي یې اړوندو مسوولینو ته خبر ورکړي.














