د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره له اوږدې مودې راهیسې اړیکې لري او غواړي دغه اړیکې لا پیاوړې کړي. د یاد وزارت ویاند رندیر جایسوال ویلي، په تېره یوه موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو شمېر لیدنې او سفرونه شوي چې د سوداګرۍ او سیمهییزې نښلونې په برخو کې یې د همکاریو له پراختیا سره مرسته کړې ده. هند تېر کال په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت تر کچې لوړ کړ او خپل ډیپلوماتیک حضور یې پیاوړی کړ.














