اروپايي ټولنې د بلجیم په ختیځ کې د «های فېنز» په طبیعي خوندي سیمه کې د پراخ ځنګلي اور د مهار لپاره درې چورلکې او دوه د اوبو شیندونکې الوتکې استولې دي. دغه اور د اګست پر ۱۴مه پیل شوی او د بلجیم تر ټولو لوی ثبت شوی ځنګلي اور بلل شوی دی. د اور د پراخېدو له امله د ځینو کلیو اوسېدونکي هم له خپلو کورونو ایستل شوي دي. د بلجیم ځايي اوروژونکي، بزګران او پوځ د اور د مهارولو هڅې کوي، خو د سیمې سختې جغرافیې او بدو هوايي شرایطو د اور وژنې چارې ستونزمنې کړې دي.














