د جاپان نیوز ویبپاڼې راپور ورکړی دی چې په بېړه له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل به په دغه هېواد کې د تاریخ تکرار ته زمینه برابره کړي. راپور کاږي، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو موجودیت د ترهګرۍ په مخنیوي او د سولې پروسې په پرمختګ کې پام وړ رول لوبوي او که چېرته په بېړه سرتېري وایستل شي نو افغانستان به یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو په ځاله بدل او د ټولې نړۍ لپاره نه جبرانېدونکی سرخوږی جوړ کړي. راپور کې وړاندې راغلي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، طالبان لا هم د افغانستان پر ډېره برخه خاوره کنټرول لري، افغان ځواکونه په یوازې ځان د هېواد ساتلو وړتیا نه لري، د نورو ترهګرو ډلو ترڅنګ داعش ډله هم د عروج په حال کې ده، نو دې ټولو مواردو ته په کتو په بېړه د ځواکونو ایستل به د تاریخ تکرار ته زمینه برابره او دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په امن پټنځای بدل کړي.
































