د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې، د ملي ولسي کانګرېس دايمي کمېټې، دولتي شورا، د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې او مرکزي پوځي کمېسیون د اګست د ۱۷مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې درنه غونډه ترسره کړې، چې پکې يې د پياوړي لوی مارکسیست، انقلابي او غښتلي پرولتاریا، سیاستوال، پوځي سټراټژيست، ډيپلوماټ او د چيني ځانګړتيا لرونکو سوسیالیستي چارو لپاره د غوره رهبر ملګري جيانګ ځه مين د زوکړې د سلمې کلیزې ياد تازه کړی دی.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او مرکزي پوځي کمېسیون مشر شي جين پينګ په دغې غونډې کې ګډون او مهمه وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، مونږ بايد د ملګري جيانګ ځه مين سترې لاسته راوړنې په ياد ولرو او د ده لوی او عالي کارونه باید زده کړو.
شي جين پينګ ويلي، د چين د کمونېست ګوند ټول غړي او د دغه هېواد د ټولو قومونو وګړي باید چيني ځانګړتيا لرونکو سوسياليستي چارو ته دوامداره وده ورکړي.














