د مصر ولسمشر عبد الفتاح السیسي د اګست په ۱۶مه نېټه په قاهره کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له زوم جرېډ کورې کوشنر سره ليدلي او په غزه کې د اوربند پر تطبیق او د منځني ختيځ پر وضعيت يې ورسره خبرې کړې دي.
السیسي له کوشنر سره په لیدنه کې ويلي، چې اړوندې خواوې دې په غزې کې د اوربند تطبیق وهڅوي.
د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دواړو خواوو د فلسطین مسئلې او د منځني ختیځ د وضعیت په اړه د نظریو تبادلې کړي او په ټينګار یې ویلي، اړوندې خواوې باید د شرم الشیخ سرمشریزې، چې د تېر کال په اکتوبر کې ترسره شوه، لاسته راوړنې وساتي او په غزې کې د اوربند تطبیق وهڅوي.
د مصر الهرام انلاین وېبپاڼې په همدې ورځ خبر ورکړی، چې د فلسطین د حماس د سیاسي بیورو رئیس خلیل الحایه په همدې ورځ په قاهره کې د مصر د اسختباراتو عمومي ادارې له مشر حسن رشاد سره لیدلي او په غزې کې د اوربند پر چارو غږېدلي دي.













