چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د پوهنې وزارت د وروستیو پرېکړو تر شا څه دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 8, 2020
in تبصرې
0
د مصالحې عالي شورا یو مثبت ګام او څو اندېښنې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

پوهنې وزارت په دې وروستیو کې ځینې ګامونه اخیستي چې پراخ غبرګونونه یې را پارولي دي. په دې وزارت کې د اسلامي تعلیماتو معینیت له منځه تللی او څو معینیتونه سره یو ځای شوي دي. دغه راز پوهنې وزارت وايي چې له دې وروسته به له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده‌کوونکي د ښوونځي پر ځای جومات ته ځي او هلته به زده کړې کوي او چې کله څلورم ټولګي ته رسیږي، نو بیا به ښوونځیو ته ځي.

پوهنې وزارت د خپلو پرېکړو لپاره بېلابېل دلایل راوړي، د تشکیلاتو د زیاتوالي مخنیوی، اسلام ته زیات پام او ځینې نور مسایل د دغو پرېکړو د توجیه کولو لپاره یادوي. د دې پرېکړو مخالفین بیا نور دلایل راوړي، د معینیت لغوه کول له اسلام سره ستونزه ګڼي او ځینې یې بیا جوماتونو ته د ماشومانو لېږل د هغوی د افراطي کولو طرحه ګڼي. په مخالفینو او موافقینو دواړو کې ځینې دلایل سیاسي دي او ځینې نور هم تخنیکي او معقول دلایل دي.

اصلي ستونزه دا نه ده چې په پوهنې وزارت کې له اسلام سره مینه یا دښمني ده او یا هم تخنیکي دلیل دی. په پوهنې وزارت کې د دغو بدلونونو او وروستیو پرېکړو تر شا اصلي دلیل اقتصادي دی. ټول بدلونونه او پرېکړې پر اقتصادي علت را څرخي او نور دلایل یوازې د توجیه لپاره راوړل کېږي. واقعیت دا دی چې له اوسني حکومت سره په شدت سره بهرنۍ مرستې کمېږي او دوی اړ دي چې خپل لګښتونه کم کړي. د افغانستان د حکومت د ملکي مامورینو تر ټولو لویه برخه په پوهنې وزارت کې ده او حکومت ته سخته ده چې نور د دغه وزارت لګښتونه پوره کړي. آن دا ستونزه په همدې روان کال کې هم وه. په همدې روان کال کې وزارت لنډمهالي ښوونکي استخدام نه کړل او په دې سره د لسګونو زره ښوونکو د کمښت ستونزه رامنځ ته شوه. همدا اوس د شته زده‌کوونکو لپاره پر برحاله ښوونکو سربېره لسګونو زرو نورو ښوونکو ته اړتیا ده چې حکومت یې په ګومارنه کې پاتې راغلی دی. په همدې روان کال کې حکومت ونه شو کولی چې دا ښوونکي په رسمي یا قراردادي ډول استخدام کړي. له همدې امله ښوونځي له سختو ستونزو سره مخ وو. په پلازمېنه کابل ښار کې هم داسې ښوونځي وو چې دېرش درسي ټولګي، خو یوازې پنځلس ښوونکي یې لرل او په دې ډول سلګونو زرو زده‌کوونکو ښوونکي نه لرل.

په راتلونکي کال کې د زده‌کوونکو شمېر نور هم زیاتیږي، حکومت شته زده‌کوونکو ته ښوونکي نه لري او نوو ته خو یې پیدا کول نور هم ستونزمنېږي. له بل اړخه پوهنې وزارت په نورو برخو کې هم د بودیجې له کمښت سره مخ دی او آن تېر کال یې نوي کتابونه هم چاپ نه کړل. په همدې حال کې ټول دولت د بودیجې له کمښت سره مخ دی، نو ځکه باید ځینې کارونه وکړي. دوی له همدې امله ځینې معینیتونه لغوه کړل، له لومړي تر درېیم ټولګي یې جوماتونو ته د زده‌کوونکو د لېږلو پرېکړه کړې او ډېرې نورې پرېکړې به هم وکړي.

د اشرف غني د حکومت ناکام سیاستونه او فساد د دې سبب شوي چې د بهرنیانو مرستې کمې شي او دولت له سختو ستونزو سره مخ شي. که حالت همداسې دوام وکړي، د بودیجې د نشتوالي له امله به د پوهنې تر څنګ زموږ د روغتیا او نور سکټورونه هم له سختو ستونزو او بحرانونو سره مخ شي. پر همدې بنسټ پکار ده چې پر پوهنې وزارت د نیوکو او نورو دلایلو پر ځای اصلي ستونزې ته پام وکړو، څو د دغو بحرانونو مخه ونیول شي.

Previous Post

په لوګر کې د ۳۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۷ پروژو چارې بشپړې شوې

Next Post

ټوماس ټرانسټرومر

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ټوماس ټرانسټرومر

ټوماس ټرانسټرومر

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا اوکراین ته ۲۰۰ سټینګر استولي دي

امریکا اوکراین ته ۲۰۰ سټینګر استولي دي

مارچ 3, 2022
چين په کابل کې د ارزان بيه کورونو د جوړولو مرستندويه پروژې کارونه پيلوي

چين په کابل کې د ارزان بيه کورونو د جوړولو مرستندويه پروژې کارونه پيلوي

اکتوبر 14, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved