د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني بامیان ولایت ته تللی او هلته یې له سیمهییزو مسوولانو، قومي مشرانو او مخورو سره لیدلي دي. حقاني په دې لیدنه کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور بللی او د هېواد د امنیت، ثبات، ملي یووالي او ورورولۍ پر ساتلو یې ټینګار کړی دی. نوموړي د بامیان د قومي مشرانو او مخورو غوښتنې او وړاندیزونه هم اورېدلي او اړوندو مسوولینو ته یې د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب او حل لپاره لازمې لارښوونې کړې دي.













